کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست پولیسو ۵ کسان د موتر تښتوونې او قتلونو په تور نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جدی 1396 ساعت 15:44


د خوست امنیه قومندانۍ هغه ۵ کسان رسنیو ته وښودل، چې د غلاوو او قتلونو په تور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومندان جنرال محمد داود امین وایي، له دې کسانو دوه غلا شوي موتر هم ترلاسه شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ د غلو او قاتلینو پر وړاندې جدي مبارزه کوو او قانون ماتوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي دغه راز د یوه اندازه چرسو له نیولو هم خبر ورکړی او زیاتوي، په ښارکې نشه یي توکو د پلور پر ضد جدي هڅې پیل شوي او ترڅنګ به له ښاره پر نشه یي توکو روږدي کسان هم ټول شي.


د مطلب کود: 155713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155713/د-خوست-پولیسو-۵-کسان-موتر-تښتوونې-او-قتلونو-په-تور-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com