دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 155713
د خوست پولیسو ۵ کسان د موتر تښتوونې او قتلونو په تور نیولي

د خوست امنیه قومندانۍ هغه ۵ کسان رسنیو ته وښودل، چې د غلاوو او قتلونو په تور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومندان جنرال محمد داود امین وایي، له دې کسانو دوه غلا شوي موتر هم ترلاسه شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ د غلو او قاتلینو پر وړاندې جدي مبارزه کوو او قانون ماتوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي دغه راز د یوه اندازه چرسو له نیولو هم خبر ورکړی او زیاتوي، په ښارکې نشه یي توکو د پلور پر ضد جدي هڅې پیل شوي او ترڅنګ به له ښاره پر نشه یي توکو روږدي کسان هم ټول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmnzx23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته