کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان شهید کړل سو

12 جدی 1396 ساعت 22:16

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان د طالبانو یو کمین په ترڅ کی په شهادت ورسید.ر



د آوا په ګزارش سره، محمد اقبال باهر، د فراه ولایت امنیه قوماندې ویاند ددی پيښې په تاییدولو سره وایی چی محمد ابراهیم، د پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان هغه وخت ووژل سو چی امنیتی ځواکونو سره په دی ولسوالی کی د مرستې قصد درلود.
ښاغلی بار وایی چی طالبان تیره ورځ ناوقته، یو امنیتی پاسګاه باندی د پشت رود په ولسوالی کی برید کړی چی امنیه قوماندان د لاری په اوږدو کې د طالبانو تر کمین لاندی راغلل او خپل ساتونکو سره ټپیان سوی دی.
دا امنیتی مسؤول وایی چی د ښاغلی ابراهیم زخم سخت وو او روغتون ته د لیږدیدلو په وخت کی ددی دنیا څخه تللی وو.
طالبانو ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.


د مطلب کود: 155806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155806/د-فراه-پشت-رود-ولسوالی-امنیه-قوماندان-شهید-کړل-سو

آوا
  https://www.avapress.com