دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۱۶
د مطلب کود : 155806
د فراه پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان شهید کړل سو
د فراه ولایت د پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان د طالبانو یو کمین په ترڅ کی په شهادت ورسید.ر


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد اقبال باهر، د فراه ولایت امنیه قوماندې ویاند ددی پيښې په تاییدولو سره وایی چی محمد ابراهیم، د پشت رود ولسوالی امنیه قوماندان هغه وخت ووژل سو چی امنیتی ځواکونو سره په دی ولسوالی کی د مرستې قصد درلود.
ښاغلی بار وایی چی طالبان تیره ورځ ناوقته، یو امنیتی پاسګاه باندی د پشت رود په ولسوالی کی برید کړی چی امنیه قوماندان د لاری په اوږدو کې د طالبانو تر کمین لاندی راغلل او خپل ساتونکو سره ټپیان سوی دی.
دا امنیتی مسؤول وایی چی د ښاغلی ابراهیم زخم سخت وو او روغتون ته د لیږدیدلو په وخت کی ددی دنیا څخه تللی وو.
طالبانو ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

https://avapress.com/vdcawmn6i49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته