کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عطا محمد نور په ملاتړ او وروستي تحولاتو په اړه د احمد ولي مسعود څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 دلو 1396 ساعت 14:13


د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وایي د حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد ترمنځ رامنځته شوې لانجه یواځې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له پلي کولو سره حل کیدای شي.

نوموړی نن په مزار شریف ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال پر ملي یووالي حکومت مشرانو نیوکه وکړه، چې د ملي یووالي د سیاسي هوکړې په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.

ښاغلي مسعود همداشان د حکومت پر مشرانو تور پورې کړ چې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره جدي هوډ نه لري او د خپل سیاسي رقیبانو پر وړاندې د لرې کولو تګلاره غوره کړي.

هغه وویل، چې د ملي یووالي حکومت ځینو کړیو د خلکو هوډ یرغمل نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت او ښاغلي نور ترمنځ د بلخ سیمه ییز حکومت د مشرتابې پر سر له کابو یوه میاشتې راهیسې رانجې روانې دي.

ښاغلي نور وایي د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته ترهغه به دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.


د مطلب کود: 156825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156825/د-عطا-محمد-نور-په-ملاتړ-او-وروستي-تحولاتو-اړه-احمد-ولي-مسعود-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com