کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د خونړیو بریدونو له امله نن یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 دلو 1396 ساعت 12:38


په پلازمیېنه کابل ښار کې د خونړی ځانمرګي برید له امله نن په هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانود تروریستي بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان او  زموږ کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

 خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت زموږ غمجنو او ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي چې له همدې امله به نن  (د یوې ورځې لپاره)په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

د ارګ  ماڼی په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د ښې رسیدګۍ په موخه سبا یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلانوي.

ارګ ماڼی وایي، د سه شنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم  مراسم پرځای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د شنبې د ځانمرګي په پایله کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۹۱ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 157188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157188/ولسمشر-غني-د-خونړیو-بریدونو-له-امله-نن-یکشنبه-ملي-ماتم-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com