کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان چارواکو پر پاکستانيو وګړيو افغان ويزه اړينه کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1396 ساعت 12:51


افغان چارواکو په کابل او ولایتونو کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته افغانستان ته پرته له ويزې د پاکستان پر وګړیو د تګ راتګ بنديز ولگاوه.

 د ايس سي پي ار دي د خبرله مخې؛ د افغانستان پوله ساتو ځواکونو تېره ورځ د تورخم په لاره کې ټول هغه پاکستاني وگړي، چې ويزه يې نه درلوده بېرته ستانه کړي دي.

 د ویلو ده، چې هره ورځ به له زر ډېرو پاکستانيو وګړيو د کار و بار لپاره افغانستان ته پرته له ويزې تګ راتګ کاوه.

د افغانستان او پاکستان د پولې دې او پورې غاړې ته پرتو قبايلي وګړیو په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې نيمايي کورونه یې په افغانستان او نيمايي نور یې په پاکستان کې دي.

دغه راز د دوی په خبره؛ دا بنديز به د دوې کارو بار هم دواړو لوریو ته اغېزمن کړي.


د مطلب کود: 157298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157298/افغان-چارواکو-پر-پاکستانيو-وګړيو-ويزه-اړينه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com