کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ خونړی نښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1396 ساعت 11:56


د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د لښکر اسلام او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د دواړو غاړو ترمنځ نښته د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په ترڅ کې یې لږ ترلږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې د لښکر اسلام درې وسله او د داعشیانو شپږ وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د لښکر درې وسله وال او د داعشیانو څلور وسله وال ټپیان شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعش وسله والو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیلاب قول اردو چارواکي وایي، د نښتې په ترڅ کې ځایي اوسېدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتې ده.

د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ تازه نښته په داسې حال کې رمنځته کیږي چې د دواړو ډلو او نورو ترهګرو پر ضد پوځي عملیات هم جریان لري.


د مطلب کود: 157639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157639/ننګرهار-کې-د-لښکر-اسلام-او-داعشیانو-ترمنځ-خونړی-نښته

آوا
  https://www.avapress.com