کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرغنی: د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد دی

20 دلو 1396 ساعت 19:20

په کابل ښارکی د جمعې په ورځ یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو، ملتپاله افغان ځوانانو
په حضوري چمن کې سره راټول شوی وه.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، دغو مظاهره چیانو وایی، چې په لر او برکې افغانان یو دي، پنجاب یې باید له وژنې او ځورونې لاس واخلي. هغوی زیاتوی، د پښتون پسرلی دغه تاریخي حرکت د دې لامل شوی چې د کابل ښار خلک هم د خپلو کوزو افغانانو وروڼو او خویندو ترڅنګ د قیام لپاره تیار شول. په کابل ښارکی نن ورځ یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو، ملتپاله افغان ځوانانو او کابل ښاریانو په اسلام اباد کې د پښتنونو د ستر اعتراض په ملاتړ مظاهره وکړه. بلخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکی ږغ بدرګه کړي. د پښتنو د روان لاریون پراخوالي او جدیت ته په کتو د پاکستان رسنیو هڅه کړې چې هغه زیات منعکس نه کړي. د یاد وړ دی، چی پرون د نوبل د سولې د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د دې لاریون ملاتړ اعلان کړ.


د مطلب کود: 157933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157933/ولسمشرغنی-د-پښتنو-اعتراض-کوونکو-حرکت-تشدد-پر-ضد-دی

آوا
  https://www.avapress.com