د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، دغو مظاهره چیانو وایی، چې په لر او برکې افغانان یو دي، پنجاب یې باید له وژنې او ځورونې لاس واخلي.
هغوی زیاتوی، د پښتون پسرلی دغه تاریخي حرکت د دې لامل شوی چې د کابل ښار خلک هم د خپلو کوزو افغانانو وروڼو او خویندو ترڅنګ د قیام لپاره تیار شول.
په کابل ښارکی نن ورځ یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو، ملتپاله افغان ځوانانو او کابل ښاریانو په اسلام اباد کې د پښتنونو د ستر اعتراض په ملاتړ مظاهره وکړه.
بلخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکی ږغ بدرګه کړي.
د پښتنو د روان لاریون پراخوالي او جدیت ته په کتو د پاکستان رسنیو هڅه کړې چې هغه زیات منعکس نه کړي.
د یاد وړ دی، چی پرون د نوبل د سولې د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د دې لاریون ملاتړ اعلان کړ.