کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کی ۹ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی

22 دلو 1396 ساعت 19:10

د هلمند ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی افغان امنیتی هوایی عملیات کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانش د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، د هوايي ځواکونو په مرسته د افغان ګډو ځمکنيو ځواکونو عمليات چي په نادعلي، سنګين او ګرمسير ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو او په سيمه کې د لا امنيت د ټينګښت لپاره په لار اچول شوي. سرچنیو وایی، دغه عملیاتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په پايله کې د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پر مهال (9) تنه وسله وال طالبان وژل شوي (1) تن ټپي (2) عرادې ډاټسن موټر په نښه او له منځه وړل شوي دي . خبر پانه زیاتوی، د يادو عملياتو په لړ کې(27) کړۍ ماينونه کشف او چاودنه ورکړل شوې ده. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 158050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158050/هلمند-ولایت-کی-۹-تنه-وسله-والو-طالبانو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com