کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې د داعش ډلې یو ډلمشر نیول کیدنه

24 دلو 1396 ساعت 23:26

 
د غور والی مطبوعاتی دفتر ددی ولایت لعل ولسوالی څخه د داعش ډلې یو ډلمشر د نیول کیدو څخه خبر ورکوی.



د آوا په ګزارش سره، د غور والی دفتر په خپور شوی خبرپاڼه کې ویلی دی: امنیتی ځواکونه د داعش ډلې یو ډلمشر چی قاری رحمت الله نومیږی او لعل ولسوالی مربوطه سیمو څخه دی، نیولی دی.
د والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی چی امنیتی ځواکونه همدارنګه د یو خاص عملیات په لړ کې، د داعش ډلی یو مهم دیپو هم کشف کړی دی.
دا خبرپاڼه زیاتوی چی ملی امنیت ریاست منسوبین د داعش ډلې دیپو څخه، ۵ موزاییل مرمی، ۹ RPG7 راکتان، ۲ فیر توپونه، ۶ هاوانونه، پرسونل ضد یو ماین، ۲۰۰ دهشکه مرمی، نارنجک انداز یو میل تفنګچه، ۱۵ سرګلولی او یو څه چاودیدونکې توکې لاسته راوړی دی.
مطبوعاتی دفتر ویلی دی چی لاسته راغلی مهمات ددی ولایت مرکز ته استول شوی دی.
داعش ډله تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 158196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158196/په-غور-کې-د-داعش-ډلې-یو-ډلمشر-نیول-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com