دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۶
د مطلب کود : 158196
په غور کې د داعش ډلې یو ډلمشر نیول کیدنه
  د غور والی مطبوعاتی دفتر ددی ولایت لعل ولسوالی څخه د داعش ډلې یو ډلمشر د نیول کیدو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غور والی دفتر په خپور شوی خبرپاڼه کې ویلی دی: امنیتی ځواکونه د داعش ډلې یو ډلمشر چی قاری رحمت الله نومیږی او لعل ولسوالی مربوطه سیمو څخه دی، نیولی دی.
د والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی چی امنیتی ځواکونه همدارنګه د یو خاص عملیات په لړ کې، د داعش ډلی یو مهم دیپو هم کشف کړی دی.
دا خبرپاڼه زیاتوی چی ملی امنیت ریاست منسوبین د داعش ډلې دیپو څخه، ۵ موزاییل مرمی، ۹ RPG7 راکتان، ۲ فیر توپونه، ۶ هاوانونه، پرسونل ضد یو ماین، ۲۰۰ دهشکه مرمی، نارنجک انداز یو میل تفنګچه، ۱۵ سرګلولی او یو څه چاودیدونکې توکې لاسته راوړی دی.
مطبوعاتی دفتر ویلی دی چی لاسته راغلی مهمات ددی ولایت مرکز ته استول شوی دی.
داعش ډله تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcf1cdyvw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته