افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت چارواکي وايي، دغه مرسته د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ته سپارل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همدارنګه زیاته کړه، چې د ازبکستان د سبزیجاتو د تخمونو، حبوباتو او صنعتي بوټو د لېږد رالېږد چې ژمنه یې د یوه یاد تړون پر بنسټ افغانستان ته د لوړ پوړي پلاوي د سفر پر مهال شوې وه، افغانستان ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه هېواد څخه رالېږل شوې تخم د بلخ ولايت سيمه ييزو چارواکو ته سپارل شوې دي.