افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغان علمي او مدنې کارکوونکو سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍ دا حقیقت باید ومني چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، دا هم نه مني چې نور دې ورته امر وکړي چې زموږ له ملي ګټو سره سمون نه لري.
هغه وویل، موږ له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړو، د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام کې نړۍ ته په ښکاره توګه د ښو اړیکو بلنه ورکړه، د تعلیم مسله زموږ ده، موږ به یې پخپله زمینه برابروو، ځکه دا زموږ د ماشومانو په اړه دی او هیڅوک زموږ څخه ډیر زموږ د ماشومانو پاملرنه نه کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، له څو لسیزو سختو او ستړیاوو ډکو مبارزو وروسته افغانان خپلو اساسي موخو ته ورسېدل، چې عبارت دي له آزادۍ، د خپل وطن مالکیت او د اسلامي نظام ټینګول.
هغه زیاته کړه، خلک باید له فرصت څخه د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي.