کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت سرپرست:

د تعلیم مسله د افغانستان داخلي مسله ده

2 ثور 1403 ساعت 10:24

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په اروپا کې له مېشتو افغان علمي او مدنې کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې د پوهنې بحث په داخلي مسایل پورې تړلی دی، موږ به یې په خپله ورته زمینه برابره کړو، ځکه دا مسله د زموږ په ماشومانو پورې اړه لري او هیڅوک له موږ څخه ډیر مهربان نه دی.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغان علمي او مدنې کارکوونکو سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍ دا حقیقت باید ومني چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، دا هم نه مني چې نور دې ورته امر وکړي چې زموږ له ملي ګټو سره سمون نه لري. 

هغه وویل، موږ له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړو، د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام کې نړۍ ته په ښکاره توګه د ښو اړیکو بلنه ورکړه، د تعلیم مسله زموږ ده، موږ به یې پخپله زمینه برابروو، ځکه دا زموږ د ماشومانو په اړه دی او هیڅوک زموږ څخه ډیر زموږ د ماشومانو پاملرنه نه کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، له څو لسیزو سختو او ستړیاوو ډکو مبارزو وروسته افغانان خپلو اساسي موخو ته ورسېدل، چې عبارت دي له آزادۍ، د خپل وطن مالکیت او د اسلامي نظام ټینګول.

هغه زیاته کړه، خلک باید له فرصت څخه د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړي.


د مطلب کود: 289106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289106/د-تعلیم-مسله-افغانستان-داخلي-ده

آوا
  https://www.avapress.com