افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس کاشف انور د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له پلاوي سره د دغه خونې د رئیس خان جان الکوزي په مشرۍ غونډه وکړه.
د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر وايي، اسلام آباد او افغانستان باید د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلي ګامونه پورته کړي.
د انور په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۵۲۲ میلیونه ډالره دی.
د لاهور د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مشر يادونه وکړه: "که د دواړو هېوادونو ترمنځ بانکي لارې جوړې شي، د سوداګرۍ حجم څو برابره زياتېدای شي."
هغه زياته کړه، چې له لاهور څخه افغانستان ته د غاليو، وريجو او موټر پرزو د صادراتو د زياتوالي زمينه شته.
خان جان الکوزي هم په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو سوداګر اړ دي چې سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې کړي.
الکوزي وويل، چې اوس مهال پنځه ميليونه ټنه تازه مېوه له پاکستان څخه د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته صادرېږي.
د دغه رپوټ له مخې د پاکستان د حکومت او د اسلامي امارت ترمېنځ سياسي بې ثباتي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمېنځ د تجارت د کمېدو سبب شوې ده.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان د حکومت او د اسلامي امارت د سختو سياستونو له امله د افغان او پاکستاني سوداګرو تر منځ د مالونو سوداګري د پام وړ کمه شوې ده.