افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تیرو دوو ورځو کې د ۸۳۷ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک د پولو له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، راستانه شوي کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او اسلامي امارت له هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم کړې ده.
ویل کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.