کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: د برېښایي تذکرو د وېش بهیر دې وځنډول شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1396 ساعت 9:26

د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د هېواد له لویو او مهمو قضایاو څخه ده چې د ملي اجماع او د سرتاسري توافقه د ترلاسه کولو په موخه زیات دقت او خبرو ته اړتیا لري.



د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر باید وځنډول شي.
د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د هېواد له لویو او مهمو قضایاو څخه ده چې د ملي اجماع او د سرتاسري توافقه د ترلاسه کولو په موخه زیات دقت او خبرو ته اړتیا لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اجماع او د ګډ توافق د ترلاسه کولو په خاطر او د نورو اختلافاتو د مخنیوي په موخه د افغانستان اجرائیه ریاست د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د ځنډولو غوښتنه کوي.
د اجرائیه ریاست په وینا، ټاکل شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغه موضوع په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره بحث او خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په اړه باید بحثونه د افغانستان د دولت په کچه ترسره شي.
دا  په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به په راتلونکو دوه ورځو کې پیل شي.
 


د مطلب کود: 158362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158362/عبدالله-د-برېښایي-تذکرو-وېش-بهیر-دې-وځنډول-شي

آوا
  https://www.avapress.com