د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر باید وځنډول شي.
د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د هېواد له لویو او مهمو قضایاو څخه ده چې د ملي اجماع او د سرتاسري توافقه د ترلاسه کولو په موخه زیات دقت او خبرو ته اړتیا لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اجماع او د ګډ توافق د ترلاسه کولو په خاطر او د نورو اختلافاتو د مخنیوي په موخه د افغانستان اجرائیه ریاست د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د ځنډولو غوښتنه کوي.
د اجرائیه ریاست په وینا، ټاکل شوې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغه موضوع په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره بحث او خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په اړه باید بحثونه د افغانستان د دولت په کچه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر به په راتلونکو دوه ورځو کې پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)