کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار طالبانو ته: د اسلامي حزب لاره غوره کړئ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 دلو 1396 ساعت 14:44


د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غوږ وکړ، څو راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
حکمتیار وویل طالبان دې هغه لاره غوره کړي چې اسلامي حزب غوره کړ، ځکه چې په وینا یې دوی نشي کولی د جګړې له لارې بریا ترلاسه کړي.
ښاغلي حکمتیار چې نن شنبې یې ارګ کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو نهه ویشتم کال لمانځغونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې هیڅوک د افغانستان روانه جګړه نشي ګټلی.
حکمتیار وویل: "ټول باید په دې هوکړه وکړو چې د جنګ عوامل باید پای ته ورسوو که هغه د قدرت اقتدار وی، که د ځمکو غصب یا نورڅه وي."
هغه همداشان ټینګار وکړ چېباید تیرې خبرې هیرې شي او هڅه وشي چې د خلکو په خوښته منتخب حکومت رامنځته شي.
هغه زیاه کړه: "راځئ ژمنه وکړو چې راتلونکي ټاکنې شفافې ترسره شي او پایلې یې ومنو."
حکمتیار وویل که څه هم چې د موجوده حکومت غړي نه دي او د دې حکومت ډيری غړي د دوی سیالان دي، خو بیا هم د دې نظام ملاتړ کوي.


د مطلب کود: 158385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158385/حکمتیار-طالبانو-ته-د-اسلامي-حزب-لاره-غوره-کړئ

آوا
  https://www.avapress.com