د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د افغان هوايي امنیتی ځواکونو عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لس ترهګر وژل شوي دی.
په هيواد کی ۱۰ تنه وسله والو وژل شوی
28 دلو 1396 ساعت 20:42
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د افغان هوايي امنیتی ځواکونو عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لس ترهګر وژل شوي دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن ورځ نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې د ۱۰ ترهګرو له وژل شوی چې په کې طالبان او داعش غړي شامل دي.
سرچنیو زیاتوی، یاد بریدونه په فراه، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه وایی، چې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه وسلهوال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.
سرچنیو وایی، چې په دې برید کې د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه هم له منځه تلې ده.
خبر پانه زیاتوی، د یاد بریدینو کی د نشهيي توکو د پروسس یوه کارخونه ویجاړه شوې ده.
خو تر اوسه کوم وسله والو په دی اړه څه ڼه دی ویلی.
د مطلب کود: 158426