دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 158426
په هيواد کی ۱۰ تنه وسله والو وژل شوی 
د افغانستان د دفاع وزارت وایی، د افغان هوايي امنیتی ځواکونو عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لس ترهګر وژل شوي دی. 

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن ورځ  نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې د ۱۰ ترهګرو له وژل شوی چې په کې طالبان او داعش غړي شامل دي.
سرچنیو زیاتوی، یاد بریدونه په فراه، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه وایی، چې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.
سرچنیو وایی، چې په دې برید کې د نشه‎يي توکو د پروسس یوه کارخونه هم له منځه تلې ده.
خبر پانه زیاتوی، د یاد بریدینو کی د نشه‎يي توکو د پروسس یوه کارخونه ویجاړه شوې ده.
خو تر اوسه کوم وسله والو په دی اړه څه ڼه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcb5wb80rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته