د ملي امنیت شورا په بدخشان کې د چین د پوځي حضورپه اړه خپاره شوي رپوټونه ړد کړی دی.
چین هیواد د نوروهیوادونو دترورېزم پرضد په مبارزه کی د افغانستان ملګری دی
29 دلو 1396 ساعت 21:35
د ملي امنیت شورا په بدخشان کې د چین د پوځي حضورپه اړه خپاره شوي رپوټونه ړد کړی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د شنبه په ورځ ویلی، چې په وروستیو کې ځینۍ رسنۍ (ناسم) رپوټونه خپروي چې ویلی، د چین حکومت په بدخشان ولایت کې د پوځي اډې د جوړولو هڅې کوي.
د یاد وړدی، په اعلامیه کې په صراحت دا خبره رد شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، بهرني هېوادونه د ملي شورا او د افغان جمهوررئيس له تأیید او تصویب پرته، په افغانستان کې داسې کارنه شي کولای.
ویلکږی، چی د ملي امنیت شورا پرون ویلی، چې چین هیواد د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د ترورېزم قرباني اوحکومت يې د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د افغانستان د دولت ملګری دی.
د یاد وړدی، چین او افغانستان ۷۳ کیلومتره ګډ سرحد لري.
د مطلب کود: 158513