کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴۷،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کندهار د لمریزې برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 دلو 1396 ساعت 9:33

د ۴۷،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کندهار ولایت د ۳۰ میګاواټه د لمریزې برېښنا پروژې قرارداد پرون په ارګ ماڼی کې لاسلیک شو.



د جمهوري ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه قرارداد د ښاري پراختیا عالي شورا د غونډې په څنډو کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په پای کې د جمهوررئیس غني او د کندهار ولایت د استازو او مشرانو په حضور کې د کندهار ولایت د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې قرارداد د برېښنا شرکت د رئیس امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني او زولرستان شرکتونو د رئیسانو ترمنځ لاسیک شو.
د ارګ ماڼي په وینا، یاده پروژه یو ډول عامه او خصوصي مشارکت ده چې مجموعي قیمت یې ۴۷،۳ میلیون ډالر اټکل شوی او ۱۴ میلیون ډالر یې د افغانستان دولت ورکوي.
ارګا ماڼی وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره چې ۱۲ میاشتې وخت نیسي، په کندهار ولایت کې ۳۰ میګاواټه لمریزه برېښنا تولیدېږي او د برېښنا شرکت به ورڅخه د ۲۰ کلونو لپاره برېښنا وپېري.
 


د مطلب کود: 158519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158519/د-۴۷-۳-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-کندهار-لمریزې-برېښنا-پروژې-قرارداد-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com