دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 158519
د ۴۷،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کندهار د لمریزې برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو
د ۴۷،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د کندهار ولایت د ۳۰ میګاواټه د لمریزې برېښنا پروژې قرارداد پرون په ارګ ماڼی کې لاسلیک شو.

د جمهوري ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه قرارداد د ښاري پراختیا عالي شورا د غونډې په څنډو کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې په پای کې د جمهوررئیس غني او د کندهار ولایت د استازو او مشرانو په حضور کې د کندهار ولایت د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې قرارداد د برېښنا شرکت د رئیس امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني او زولرستان شرکتونو د رئیسانو ترمنځ لاسیک شو.
د ارګ ماڼي په وینا، یاده پروژه یو ډول عامه او خصوصي مشارکت ده چې مجموعي قیمت یې ۴۷،۳ میلیون ډالر اټکل شوی او ۱۴ میلیون ډالر یې د افغانستان دولت ورکوي.
ارګا ماڼی وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره چې ۱۲ میاشتې وخت نیسي، په کندهار ولایت کې ۳۰ میګاواټه لمریزه برېښنا تولیدېږي او د برېښنا شرکت به ورڅخه د ۲۰ کلونو لپاره برېښنا وپېري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezv8zojh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته