کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو ۷ پټنځایونه په پوره توګه له منځه ولاړه

1 حوت 1396 ساعت 19:12

هلمند سیمه ایز چارواکې په دی ولایت کې د طالبانو ۱۰ تنو وژل کیدو څخه خبر ورکوی او وایی چی طالبانو ۷ پټنځایونه هم په پوره توګه له منځه وړل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، د هلمند والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی: امنیتی مشترک ځواکونو هوایی او ځمکنۍ بریدونو له امله په تیرو څو ساعتونو کې د ګرشک او نادعلی او ګرمسیر په ولسوالیو کې، ۱۰ تنه مسلح طالبان وژل شوی او یو بل طالب هم ټپی شوی دی.
همدارنګه ددی خبرپاڼې په اساس، ددی عملیات په لړکې طالبانو ۷ پټنځایونه هم له منځه وړل شوی دی او ځینی جنګ وسیلی هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
دا بریدونو کې امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
هلمند د هیواد ناامنو ولایتونو څخه دی چی ډیره برخه یی د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
 


د مطلب کود: 158636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158636/د-طالبانو-۷-پټنځایونه-په-پوره-توګه-له-منځه-ولاړه

آوا
  https://www.avapress.com