کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان ولایت کې د ملي امنیت ۵ کارکونکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1396 ساعت 17:37

د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکونکي چې په یوه موټر کې سپاره و او د توپ غره سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژندو وسله والو په حمله کې ووژل شول.


 د کاپیسا د ملي امنیت پنځه کارکونکي په پروان ولایت کې په یوه تروریستي حمله کې وژل شوي دي.

دا خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن آزادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دغه پېښه نن د ورځې یوه بجه د دې ولسوالۍ د توپ غره په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي قدوسي زیاته کړه چې د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکونکي چې په یوه موټر کې سپاره و او د توپ غره سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژندو وسله والو په حمله کې ووژل شول.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 158693

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158693/په-پروان-ولایت-کې-د-ملي-امنیت-۵-کارکونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com