د کاپیسا د ملي امنیت پنځه کارکونکي په پروان ولایت کې په یوه تروریستي حمله کې وژل شوي دي.
دا خبره د پروان ولایت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن آزادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دغه پېښه نن د ورځې یوه بجه د دې ولسوالۍ د توپ غره په سیمه کې شوې ده.
ښاغلي قدوسي زیاته کړه چې د کاپیسا د ملي امنیت د ریاست مدیر او څلور کارکونکي چې په یوه موټر کې سپاره و او د توپ غره سیمه کې خپلو کورونو ته تلل، په لاره کې د ناپېژندو وسله والو په حمله کې ووژل شول.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)