کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو غزني کې پر یوې پوستې برید کړی ۸ پولیس یې وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 حوت 1396 ساعت 12:22

وسله والو طالبانو دغزني په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۸ پولیس وژل شوي دي.


د غزني د والي ویاند عارف نوري د اتو سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو خبر تایید کړی، خو ده یک ولسوالۍ امنیې قومندانۍ کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو د پوستې ټول سرتیري چې شمیر یې ۷ تنه و، وژلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو هم رسنیو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دې برید کې یې ۹ سرتیري وژلي دي.
دا برید تیره شپه شاوخوا یوه بجه د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې شوی دی.
غزني د هیواد له مرکزي ولایتونو څخه شمیر کیږي، چې وسله وال طالبان یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي او وخت نا وخته ترې د ورته پيښو راپورونه خپږیري.
 


د مطلب کود: 158732

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158732/طالبانو-غزني-کې-پر-یوې-پوستې-برید-کړی-۸-پولیس-یې-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com