د ملی دفاع وزارت ویاند معاون نن شنبه(حوت ۵) خبر ورکوی چی په ۱۲ ولایتونو کې د بیلابیلو چاڼییز عملیاتونو په ترڅ کې ۲۶ تنه وسله وژل شوی دی.
په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې امنیتی او دفاعی ځواکونو عملیاتونو په ترڅ کې ۲۶ تنه وسله وال وژل شوی
5 حوت 1396 ساعت 18:03
د ملی دفاع وزارت ویاند معاون نن شنبه(حوت ۵) خبر ورکوی چی په ۱۲ ولایتونو کې د بیلابیلو چاڼییز عملیاتونو په ترڅ کې ۲۶ تنه وسله وژل شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، برید جنرال محمد رادمنش چی په یو خبری کنفرانس کې د حکومت رسنۍ او اطلاعاتو مرکز کې خبری کولی، وویل چی همدا اوس ۱۴ تهاجمی عملیاتونه د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د دفاعی او امنیتی ځواکونو له لوری جریان لری.
هغه زیاته کړه چی کوماندو ځواکونه هم ۲۱ عملیاتونه په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ځینو ولایتونو کې ترسره کړی او همدارنګه ۴ هوایی ضربه د دشمن د پټنځایونو د لمنځه وړلو لپاره ترسره شوی دی.
د رادمنش په وینا، ددی عملیاتونو په لړ کې، ۹ تروریستان د سرپل ولایت میدان کلۍ کې، ۵ تروریستان د فاریاب المار ولسوالی تیاجم کلۍ کې، ۴ تنه تروریستان د ننګرهار ګوشته وده بالا ولسوالی کې، ۳ تروریستان د کنر مانوګی ولسوالی کباب برکندی سیمه کې، ۴ تنه نور د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی او یو تن بل د زابل ولایت ارغنداب ولسوالی کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د ۲۶ تنه تروریستانو وژل کیدو سره سره ۱۴ تروریستان هم ټپیان شوی او ۵ تنه نور نیول شوی دی.
د مطلب کود: 158851