د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، برید جنرال محمد رادمنش چی په یو خبری کنفرانس کې د حکومت رسنۍ او اطلاعاتو مرکز کې خبری کولی، وویل چی همدا اوس ۱۴ تهاجمی عملیاتونه د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د دفاعی او امنیتی ځواکونو له لوری جریان لری.
هغه زیاته کړه چی کوماندو ځواکونه هم ۲۱ عملیاتونه په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ځینو ولایتونو کې ترسره کړی او همدارنګه ۴ هوایی ضربه د دشمن د پټنځایونو د لمنځه وړلو لپاره ترسره شوی دی.
د رادمنش په وینا، ددی عملیاتونو په لړ کې، ۹ تروریستان د سرپل ولایت میدان کلۍ کې، ۵ تروریستان د فاریاب المار ولسوالی تیاجم کلۍ کې، ۴ تنه تروریستان د ننګرهار ګوشته وده بالا ولسوالی کې، ۳ تروریستان د کنر مانوګی ولسوالی کباب برکندی سیمه کې، ۴ تنه نور د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی او یو تن بل د زابل ولایت ارغنداب ولسوالی کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د ۲۶ تنه تروریستانو وژل کیدو سره سره ۱۴ تروریستان هم ټپیان شوی او ۵ تنه نور نیول شوی دی.