کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سیا پخوانۍ مشر:

ترامپ بی ثبات، بی منطق، بی تجربه او فاسد دی

12 حوت 1396 ساعت 18:39

هیل خبری تارنمای په یو مطلب کې لیکلی چی جان برنان د سیا پخوانۍ مشر ترامپ یو بی ثبات، بی منطق، بی تجربی او فاسد کس بللی دی.


 

د آوا په ګزارش سره، برنان تیره ورځ د ام اس ان بی سی شبکه سره په خبرو کې وویل چی ولسمشر د ټولو قواوو د فرماندهی دنده او صلاحیت نه لری، مخصوصآ په هغه وخت کې چی نظامی تیری د روسیه او شمالی کوریا له لاری د ډیریدو په حال کې دی.

برنامه زیاته کړه: زموږ هیواد باور ته اړتیا لری ترڅو وکولای شو د پوتین سره یو ځل بیا نظامی جبهه کې مخامخ شو، موږ وکولای شو شمالی کوریا سره مخامخ شو، وکولای شو ددی مسائلو سره مخامخ شو.

هغه زیاته کړه: په هغه صورت کې چی موږ په سپین ماڼۍ کې بی ثبات، بی منطق، بی تجربه او فاسد شخص ولرو، حقیقت کې طوفانی شرایط مخته لرو.

ویلو وړ دی چی پوتین ددی مخکې اعلان ړی وو چی راکتی دفاعی سیستمونه د هغوی پیاوړو او پرمختللو راکتو په وړاندی بی ګټې دی او دا راکتونه د نړۍ هر برخې ته رسیدو توان لری.


د مطلب کود: 159279

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159279/ترامپ-بی-ثبات-منطق-تجربه-او-فاسد-دی

آوا
  https://www.avapress.com