کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د ۱۲ میلیون ډالرو او ۱۵۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره ۴ فابریکې جوړېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 حوت 1396 ساعت 10:55

ټاکل شوې ده چې په پلازمېنه کابل کې د ۱۲ میلیون ډالرو او ۱۵۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره څلور فابریکې جوړې شي.
د افغانستان د کرنې او مالداری وزارت وایي، دغه فابریکې به د کابل د بګرامی ولسوالی په مربوطاتو کې د خصوصي سکټور په مرسته جوړې شي.



د یاد وزارت له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه فابریکې به د د کرنیزو تولیداتو د پروسس د غوړیو د تولید او د چرکانو د دانې جوړولو په برخو کې فعالیت وکړي.
خبرپاڼه زیاتووي، چې دغه فابریکې به د یو کمپلکس په شکل جوړې شي او ټاکل شوې ده چې پر دغه کابو ۱۲ میلیون ډالر او ۱۵۰ میلیون افغاني پانګونې وشي.
د کرنې او مالداری وزارت وایي، ټاکل شوې ده چې د دغو فابریکو په جوړېده سره د هېواد د صاداراتو په کچه کې زیاتوالی راشي.
د کرنې او مالداری وزارت په وینا، د دغو فابریکو په جوړېدلو سره به د کابو ۸۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
 


د مطلب کود: 159301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159301/کابل-د-۱۲-میلیون-ډالرو-او-۱۵۰-افغانیو-په-پانګونې-سره-۴-فابریکې-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com