کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناپېژاندو کسانو بلخ کې یو ځوان وواژه

15 حوت 1396 ساعت 17:01




د بلخ ولایت په مزار شریف کې ناپېژاندو وسلوالو کسانو یوه ځوان په ډزو وژلی دی.

(دوشنبې د کب۱۴مه) سهار د مزار کې د سپین جومات مخې شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان درانی وایي، څیړونکې ډلې د پیښې سیمې ته تللي او څېړنې یې پیل کړې دي.

دی زیاتوي چې تراوسه د پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

دوه ورځې مخکې هم یو ځوان سوداګر مزارشریف ښار درېمې ناحې په سیمه کې د ناپېژاندو وسله‎والو لخوا وژل شوی وه.

پولیسو د دې ځوان د وژنې په تور یو شمېر کسان نیولي دي.


د مطلب کود: 159456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159456/ناپېژاندو-کسانو-بلخ-کې-یو-ځوان-وواژه

آوا
  https://www.avapress.com