کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مزارشريف د ښاروالۍ کار کوونکو ته د ليک لوست زمينه برابره شوه

24 حوت 1396 ساعت 18:15

دمزارشريف ښارد ښاروالۍ څه دپاسه دوه سوه شپيته تنه د بلخ د پوهنې رياست دليک لوست د زده کړې په پروګرام کې شامل شول.


د مزارشريف د ښاروالۍ سرپرست محمد نصير عيني د مزارشريف ښاروالۍ دکارګرانو دليک لوست د زده کړې د پيل په پروګرام کې وويل ؛ د هغه تفاهم ليک له مخې چې د مزار شريف د ښاروالۍ او د بلخ د پوهنې د ليک لوست د زده کړې دمديريت ترمنځ امضا شو ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې دوه سوه شپيته تنه کارګران د ليک لوست د زده کړې له پروګرام څخه برخمن شي.
ده زياته کړه دغه کارګران د نهو مياشتو لپاره زده کړې کوي.


د مطلب کود: 160164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160164/د-مزارشريف-ښاروالۍ-کار-کوونکو-ته-ليک-لوست-زمينه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com