دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 160164
د مزارشريف د ښاروالۍ کار کوونکو ته د ليک لوست زمينه برابره شوه
دمزارشريف ښارد ښاروالۍ څه دپاسه دوه سوه شپيته تنه د بلخ د پوهنې رياست دليک لوست د زده کړې په پروګرام کې شامل شول.
د مزارشريف د ښاروالۍ سرپرست محمد نصير عيني د مزارشريف ښاروالۍ دکارګرانو دليک لوست د زده کړې د پيل په پروګرام کې وويل ؛ د هغه تفاهم ليک له مخې چې د مزار شريف د ښاروالۍ او د بلخ د پوهنې د ليک لوست د زده کړې دمديريت ترمنځ امضا شو ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې دوه سوه شپيته تنه کارګران د ليک لوست د زده کړې له پروګرام څخه برخمن شي.
ده زياته کړه دغه کارګران د نهو مياشتو لپاره زده کړې کوي.
https://avapress.com/vdcd9z0foyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته