کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بن سلمان:

که ایران اټمي وسله جوړوی نو دوی به هم جوړ کړي

26 حوت 1396 ساعت 10:05

د سعودی عربستان ولیعهد بن سلمان ویلي چی که ایران اټمي وسله جوړوی نو دا هیواد یی هم جوړوی.



سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان پرون پنجشنبه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې که ایران اټمي وسله جوړه کړي، نو سعودي عربستان به هم همدا کار وکړي.
ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې دا هېواد د اټمي وسلو د جوړولو اجازه نه‎لري او همدا راز د یو لړ امتیازونو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه یې وکړه.
ایران تل ویلي چې د اټمي وسلو د جوړولو پلان نه‎لري، خو وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې له ایران سره اټمي موافقه به فسخ کړي، نو تهران په غبرګون کې وویل، که دا موافقه فسخ شي، نو د اټمي موافقې د اصولو په رعایتولو به مکلف نه‎وي.
سعودي ولیعهد وویل چې سعودي عربستان نه غواړي چې اټمي بم ولري، خو که ایران اټمي بم جوړ کړي، نو د ده هېواد به هم بې له شکه او سمدستي د اټمي بم د جوړولو هڅه وکړي.

 


د مطلب کود: 160195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160195/ایران-اټمي-وسله-جوړوی-نو-دوی-هم-جوړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com