کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د طالبانو په تړاو پاکستان ته یو ځل بیا سخت خبرداری ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حوت 1396 ساعت 11:13

د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو حکومت له وسله والو طالبانو سره د مرستې او په افغانستان کې د بریدونو په تړاو اسلام اباد ته سخت خبرداری ورکړی دی.


پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس د پاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرتو امنیت د ساتنې په موخه واشنګټن چمتو دی د اړتیا وړ ګامونه پورته کړي.
چارواکي زیاتوي، چې ښاغلي پنس له ښاغلي حقاني سره د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي په اړه هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونو حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتيژي له اعلان څخه شپږ میاشتې تیريږي خو پاکستان تر اوسه هغه ګامونه نه دی پورته کړي چې امریکا غواړي.
د چاواکو په وینا، امریکا له پاکستان څخه د ترهګرو پر ضد د همکاریو تمه لري خو واشنګټن چمتو دی چې په خپله اقدامات وکي که چیرې پاکستان له همکاریو ډډه وکړي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتيژي د پلي کولو په برخه کې پر پرمختګونو جدي څارني لري او د پاکستان له اقداماتو څخه خوښ نه دی.
 


د مطلب کود: 160264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160264/امریکا-د-طالبانو-په-تړاو-پاکستان-ته-یو-ځل-بیا-سخت-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com