کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ لوبډله سبا سې شنبه له اماراتو سره مخ کېږي

28 حوت 1396 ساعت 12:03

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا سې شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په یوه بله لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ کېږي.


د کرکټ د ملي ټیم کپټان راشد خان هیله‎مند دی چې د اماراتو او ایرلنډ په وړاندې پاتې دواړه لوبې وګټي.
د راشد خان د خبري کنفرانس یوه برخه کرېک انفو وېب‎پاڼې خپره کړې ده.
دی وايي:
"موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې په پاتې دوو سیالیو کې ښه لوبه وکړو. په تمه به شو چې د ګروپ نتیجه څه کېږي. لوبغاړي اماده دي او هر یو په خپله دنده پوهېږي هیله‎مند یم په پاتې دوو لوبو کې هم بریا خپله کړو."
افغانستان تر دې مخکې د شپږو غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډله ماته کړې ده.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالۍ او د شپږ غوره ټیمونو لوبې په زېمبابوې کې روانې دي.
افغانستان باید د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام ته د وتلو لپاره امارات او ایرلنډ هم مات کړي او د نورو ټیمونو دوو ماتو ته په تمه شي.
 


د مطلب کود: 160333

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160333/افغان-کرکټ-لوبډله-سبا-سې-شنبه-له-اماراتو-سره-مخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com