دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 160333
افغان کرکټ لوبډله سبا سې شنبه له اماراتو سره مخ کېږي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا سې شنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په یوه بله لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ کېږي.
د کرکټ د ملي ټیم کپټان راشد خان هیله‎مند دی چې د اماراتو او ایرلنډ په وړاندې پاتې دواړه لوبې وګټي.
د راشد خان د خبري کنفرانس یوه برخه کرېک انفو وېب‎پاڼې خپره کړې ده.
دی وايي:
"موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې په پاتې دوو سیالیو کې ښه لوبه وکړو. په تمه به شو چې د ګروپ نتیجه څه کېږي. لوبغاړي اماده دي او هر یو په خپله دنده پوهېږي هیله‎مند یم په پاتې دوو لوبو کې هم بریا خپله کړو."
افغانستان تر دې مخکې د شپږو غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډله ماته کړې ده.
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي سیالۍ او د شپږ غوره ټیمونو لوبې په زېمبابوې کې روانې دي.
افغانستان باید د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام ته د وتلو لپاره امارات او ایرلنډ هم مات کړي او د نورو ټیمونو دوو ماتو ته په تمه شي.
 
https://avapress.com/vdcbfgb8frhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته