کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

1 حمل 1397 ساعت 12:45

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.




د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، ځانمرګی پلی و او غوښتل یې د کارت سخي زیارت ته ځان ورسوي چې په سیمه کې د پولیسو پلټنځیو له امله هدف ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ور کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.
د کابل علي اباد روغتون په جمال مېنه کې د کارته سخي زیارت سره څېرمه، چې معمولاً پکې د نوي کال مېله وي، پروت دی .
 


د مطلب کود: 160437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160437/د-کابل-ښار-علي-اباد-روغتون-ته-څېرمه-ځانمرګی-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com