کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې چاڼییز عملیاتونو له امله داعشیانو ته درنه مرګژوبله

4 حمل 1397 ساعت 17:29

په ننګرهار کې سیمه ایز چارواکې وایی چی په بیلابیلو چاڼییز عملیاتونو کې لږترلږه ۱۶ تنو داعشیانو ته مرګژوبله اوښتي دی.



د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په هسکه مینه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ داعشیان او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د دولس بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او د دوی څخه یې درې میله وسلې،د ملي اردو یونیفورم او نور توکې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلي .
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د یادو عملیاتو پر مهال ۲ وسله وال طالبان او ۱۳ نور شکمن کسان هم نیول شوي،چې د مګړۍ ترې څېړنې جریان لري .


د مطلب کود: 160525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160525/ننګرهار-کې-چاڼییز-عملیاتونو-له-امله-داعشیانو-ته-درنه-مرګژوبله

آوا
  https://www.avapress.com