کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حمل 1397 ساعت 14:54

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي.



روېټرز خبري اژانس نن دا خبر خپور کړی دی.
د روېټرز په حواله، د امریکا حکومت پر هغو شرکتونو بندیز لګولی چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي.
دا اقدام به د پاکستان هڅو ته زیان ورسوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړی شي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.


د مطلب کود: 160639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160639/امریکا-پر-۷-پاکستاني-شرکتونو-بندیزونه-لګولي

آوا
  https://www.avapress.com