کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د طالبانو نفوذ په اړه د روسیې بهرنیو چارو وزیر ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 حمل 1397 ساعت 14:46

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ادعا کوي چې د افغانستان خاورې کابو نیمه برخه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.


نوموړی په ازبکستان کې د افغانستان لپاره د تاشکند په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یواځیني لاره ده.
هغه وویل، چې د زور له لارې په افغانستان کې د جګړې حل به ناشونې وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د طالبانو او داعشیانو د فعالیتونو له امله د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دي.
د ښاغلي لاروف په وینا، وسله وال طالبانو دا مهال د افغانستان خاورې پر نیمه برخه په بشپړه او یا هم په نسبي توګه کنټرول لري او په پوځي او ویجاړونکي فعالیتونو بوخت دي.
هغه وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو په فعالیتونو کې ډیروالي، په خاصه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعشیانو فعالیتونه د اندیښنې وړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم په دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال سیمه ییزو هېوادونو ته د ترهګرو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وه.
ولسمشر غني د ترهګرو ډلو د لمنځه وړولو په خاطر د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو او هلو ځلو ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 160711

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160711/په-افغانستان-کې-د-طالبانو-نفوذ-اړه-روسیې-بهرنیو-چارو-وزیر-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com