د روسیې د هوايي چلند اداره وايي، یوې مسافر وړونکې الوتکې په کابین کې د لوګي د رامنځته کېدو په سبب ستونزه پیدا کړه، خو چاته زیان ونهرسېد.
یوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه له ستونزو سره مخ شوه
8 حمل 1397 ساعت 14:51
د روسیې د هوايي چلند اداره وايي، یوې مسافر وړونکې الوتکې په کابین کې د لوګي د رامنځته کېدو په سبب ستونزه پیدا کړه، خو چاته زیان ونهرسېد.
دې ادارې ویلي چې د ګلوبوس روسي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې په دومودهدوو هوايي ډګر کې دا ستونزه پيدا کړه.
د روسیې د هوايي چلند د ادارې د راپور له مخې دې الوتکې غوښتل له ۱۲۹ سپرلیو او ۷ کار کوونکو سره د سایبریا ختیځ ته ولاړه شي.
په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
د مطلب کود: 160792