د روسیې د هوايي چلند اداره وايي، یوې مسافر وړونکې الوتکې په کابین کې د لوګي د رامنځته کېدو په سبب ستونزه پیدا کړه، خو چاته زیان ونهرسېد.
دې ادارې ویلي چې د ګلوبوس روسي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې په دومودهدوو هوايي ډګر کې دا ستونزه پيدا کړه. د روسیې د هوايي چلند د ادارې د راپور له مخې دې الوتکې غوښتل له ۱۲۹ سپرلیو او ۷ کار کوونکو سره د سایبریا ختیځ ته ولاړه شي. په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.