دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 289678
د 204000 امریکایی ډالرو په ارزښت د پنجشیر د 2,693 قیراط زمرد خرڅلاو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۰۴۹۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشیر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۹۳ قیراط زمرد د پلور اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشیر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۲۶۹۳ قیراط زمرد د ۲۰۴۹۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
 
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زمردو دغه اندازه نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د داوطلبۍ لارې پلورل شوې ده.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دې "رضاکارانه" کې له سلو زیاتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو برخه اخیستې وه.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا په ټولیز ډول ۱۷م ځل دی او په روان کال کې دویم ځل دی، چې د پنجشیر له کانونو استخراج شوي زمرد پلورل کېږي.
https://avapress.com/vdcfe1d0cw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته