کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د فراه مخابراتی شبکه مختل کړي

9 حمل 1397 ساعت 10:03

په فراه ولایت کې سیمه ایز سرچینی وایی چی طالبان د درو ورځو راهیسی د یو آنتن له منځه وړلو سره، ددی ولایت مخابراتی شبکه مختل کړی.



د آوا په ګزارش سره، د فراه ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی طالبان د فراه ښار په مرکز کې د نوبهار په سیمه کې یو مخابراتی آنتن له منځه وړی.
شهلا ابوبکر وایی چی دا موضوع ددی لامل شوی ترڅو مخابراتی شبکه د خنډ سره مخامخ شی.
د آِغلي ابوبکر په وینا، په ورځ کې د اړیکو رامنځته کولو مشکل دی؛ خو شپو کې هیڅ اړیکه نه رامنځته کیږی.
له بل لوری، ددی ولایت خلګ وایی چی مخابراتی شبکه څو ورځو راهیسی په دی ولایت کې د مشکل سره مخ شوی دی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی طالبان په فراه کې، مخابراتی شبکو له لاری اړیکی د خنډ سره مخامخوی. تیر کال هم دا ډله د څو ورځو راهیسی مخابراتی شرکتونو ته خبرداری ورکړی او هغوی فعالیتونه ودروی.
 


د مطلب کود: 160826

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160826/طالبان-د-فراه-مخابراتی-شبکه-مختل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com