کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو قوماندان او سیمه ایزپولیسو ۱۳ غړۍ د طالبانو سره یوځای شوي

16 حمل 1397 ساعت 10:22

سیمه ایز سرچینی د بادغیس په ولایت کې وایی چی سیمه ایز پولیسو یو قوماندان د خپلو ۱۳ تنو سره د طالبانو سره یوځای شوی دی.



 
 
د آوا په ګزارش سره، د بادغیس ولایتی شورا معاون وایی چی تیره ورځ(سه شنبه) سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان د خپل سرتیرو سره د قادس ولسوالی په ګلچین سیمه کې طالبانو سره یوځای شوی دی.
عبدالله افضلی وویل چی ددی اقدام علت او انګیزه تر اوسه نه دی معلوم شوی.
هغه وویل چی امنیتی ځواکونه سیمې ته تللی او د موضوع د حل په لټه دی.
د قادس ولسوال هم ویلی چی عبدالقادر خان خپل ۱۳ تنو سرتیرو سره طالبان نفوذ لاندی سیمو ته تللی.
میرزاعلی بیدار زیاته کړه چی دا کسان د خپلو ټولو اسلحو سره طالبانو ته تللی.
هغه وویل چی هغه کس چی عبدالقادر خان دولت ته ضمانت کړی وو، تر فشار لاندی قرار نیولی دی او امکان لری ترڅو اسلحی دولت ته بیرته وګرځی.
د قادس ولسوالی ډیر سیمی امنیت د سیمه ایزو پولیسو له لوری تامینیږی.
 


د مطلب کود: 161246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161246/یو-قوماندان-او-سیمه-ایزپولیسو-۱۳-غړۍ-د-طالبانو-سره-یوځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com